سعودى عرب پاکستان نه ډائريکټ فلائټ اپريشن بحال کړې

سعودى عرب د پاکستان نه نيغ په نيغه فلائټ آپريشن بحال کړې، پاکستان نه سعوديه ته تلونکي مسافر به درئم ملک کښې قرنطينه کښې نه پاتې کيږې،بلخوا وفاقي اطلاعاتو وزير فواد چوهدري اعلان کړې چې سعودي عرب نه درې اربه ډالر رقم ټرانسفر کولو کښې ټول قانوني معاملات ټاکل شوي دغه ډالر به روانې هفتے پاکستان ته ميلاؤ شي

سعودي عرب د پاکستان نه نيغ په نيغه فلائټ آپريشن بحال کړېدې، اوس به پاکستان نه سعودي عرب ته تلونکي مسافر چه درئم ملک کښې قرنطينه کښې نه پاتې کيږي چارواکو ترمخه سعودي عرب ته راتلونکي مسافر به پينځه ورځې قرنطينه کښې پاتې کيږي د وزيراعظم خصوصي سلاکار حافظ طاهر محمود اشرفي تصديق کړې چې سعودي عرب لطرفه د پاکستان مسافر ته د راتلو اجازت ورکړې شوېدې، پاکستاني د سعودي عرب واپسې لپاره منتظر وو کوم به چې اوس واپس تللې شي بلخوا اطلاعاتو وزير فواد چوهدري اوئيل چې سعودي عرب د پاکستان نه نيغ په نيغه فلائټس شروع کولو اعلان کړېدې هغه اوئيل چي سعودي عرب نه درې اربه ډالر رقم ټرانسفر کولو کښې ټول قانوني معاملات ټاکل شويدي او دغه ډالر به روانې هفتے پاکستان ته ميلاؤ شي