سعودى عرب کښې به د راتلونکى هفتې نه د حج مراسم شروع کيږى

سعودى عرب کښې به د راتلونکى هفتې نه د حج مراسم شروع کيږى، څښکال به صرف د سعودي عرب اوسيدونکي يا هلته کښې موجود د نور ملکونو شپيتۀ زره هاغه مسلمانان چاچې د کورونا دواړه ويکسين  لګولى وى  په حج کښې شرکت کوى، د کورونا وبا په وجه مسلسل په دويم کال هم د نور ملکونو مسلمانان د حج کولو نه محرومه شويدي

د سعودي وزرات حج وئيلي دي چې د راتلونکې هفتې نه به د حج ادائيګۍ مرحله شروع شي، څښکال به صرف د سعودي عرب خلق يا په سعودي عرب کښې موجود د نور ملکونو شپيتۀ زره مسلمانان د حج فريضه ادا کولے شي، د سعودي نه علاوه د نورې ټولې دنيا مسلمانان مسلسل په دويم کال هم د حج سعادت حاصلولو نه محرومه شويدي، د حج سيکورټي کمانډر وئيلي دي چې څخکال د کورونا وبا لوجې د حاجيانو تعداد کم کړے شوے، چې خلق د کورونا مرض نه بچ شي، د حج سيکورټي کمانډر زياتوي چې سعودي حکومت د حج لپاره ټول انتظامات مکمل کړي، د مسجدحرام صحن، ګراونډ فلور، وړومبي منزلونه او مطاف د حجاج کرام د طواف لپاره مختص کړے شويدي