سعودي عرب د تيلو په تنصيباتو حملو تحقيقات د عالمي ماهرين نه کولو اعلان کړے

سعودي عرب د تيلو په تنصيباتو حملو تحقيقات د عالمي ماهرين نه کولو اعلان کړے

سعودي عرب د تيلو په تنصيباتو باندې د حملو تحقيقات د عالمي ماهرين نه د کولو اعلان کړيدے، سعودي وزيرخارجه وائي چې عالمي او د اقوام متحده ماهرينو ته به تحقيقاتو کښې د شرکت کولو دعوت ورکوو،دا ئې هم وئيلي چې د حملو وروستو د تيلو تنصيباتو د درېمې حصې پيداوار بحال کړے شويدے
سعودي حکومت اعلان کړيدے چې د تيلو په تنصيباتو باندې د شوي حملو تحقيقات به د عالمي ماهرينو نه کولے شي ،سعودي وزيرخارجه وائي چې دې سلسله کښې به عالمي او د اقوام متحده ماهرينو ته په تحقيقاتو کښې د شرکت کولو دعوت ورکوؤ،وزيرخارجه دا هم وئيلي دي چې سعودي عرب د اولس ، خطې د حفاظت او د حملې د جواب ورکولو پورا پورا توان لري، او دا چې د تحقيقاتو وروستو به هغوي خپل لائحه عمل ټاکي، وزيرخارجه زياته کړېده چې آئل تنصيباتو باندې د حملو وروستو تردې دمه په دريو کښې د يوې حصې پيداوار بحال کړے شويدي، د تيلو پيداوار باقي حصه به هم ډېره زر بحال کړے شي