سعودي عرب شپږ پاکستانيانو ته سزا اورولې ده

حرم شريف بې حرمتۍ معامله،سعودي عرب شپږ پاکستانيانو ته سزا اورولې ده،سفارتې خانے ذرائع ترمخه دا سزا وزيراعظم شهباز شریف په ضدی مسجد نبوي کښې نعرې لګولو په تور کښي اورولي شوي،
سعودي چارواکو شپږ پاکستانيان د مسجد نبوي د سپکاوي په تور کښي سزا کړيدے،،د سفارتې ذرائع ترمخه درې پاکستانيانو ته لس، لس کاله قيد او نور درېيو ته اته، اته کاله قيد سزا اورول شوې ده ذرائع دا هم وائي چې د مدينې عدالت په دغو کسانو شل زره رياله جرمانه کړې او د هغوى موبايلونه يې ضبط کړيدي،، سرچينې زياته کړې چې په لس کاله قيد سزا شوي کسانو کې انس، ارشاد او محمد سليم شامل دي او په اته کاله قيد سزا شوي کسانو کښې خواجه لقمان، محمد افضل او غلام محمد شامل دي ياده دوائي چې د اپریل په میاشت کښې په مسجد نبوي کښې د پي ټي آیی ملاتړ کوونکو د پاکستان مسلم لیګ ن مشرانو په ضد نعرې وهلې وې ،،نيول شويو کسانو د پاکستانۍ مېرمنې او د هغې د ملګرو په وړاندې ناوړه الفاظ استعمالولو کښې نيول شوي کسان د مقدس ځاي په سپکاوي تورن دي