سعودي عرب کښې د کورونا وائرس لوجي دوه نيم زره پاکستانيان متاثره شوي

سعودي عرب کښې د کورونا وائرس لوجي دوه نيم زره پاکستانيان متاثره شوي

سعودي عرب کښې د کورونا وائرس لوجي متاثره شوي پاکستانيانو تعداد دوه نيم زره دې،د کورونا پشمول نورو مرضونو لوجي سل پاکستانيان پحق رسيدلي دي،د پاکستاني سفير راجه علي اعجاز وينا،وائي چي د مړو پاکستان ته ليږلو لپاره کوشش کوو،دا ئي هم وئيلي دي چي د شتمنو خلقو په مدد د راشن تقسيمولو عمل هم جاري دې
آل پارټيز زوم کانفرنس ته خپله وينا کښې سعودي عرب کښې د پاکستان سفير راجه علي اعجاز تصديق کړې چي سعودي عرب کښې د کورونا نه متاثره پاکستانيانو شميره دوه نيم زره ده، کورونا پشمول ځيني نورو بيمارو لوجي سل پاکستانيان پحق رسيدلي دي
راجه علي اعجاز دا هم وئيلي دي چي مونږ کوشش کوو چي مړي زر تر زره خپل ملک ته اوليږو او دې لړ کښې د سعودي چارواکو سره په رابطه کښې يو
پاکستاني سفير زياته کړې چي د سفارتخانې له اړخه به ايکسپائر شوي پاسپورټونه يوکال لپاره تجديد کولي شي،دغه رنګ د شتمنو خلقو په مدد ضرورت مند کسانو کښې د راشن تقسيمولو عمل هم جاري دې

blank