سعودي عرب کښې يو ځلې بيا سنيماګانې کهلاويږى

0
64
سعودي عرب کښې يو ځلې بيا سنيماګانې کهلاويږى

سعودي عرب کښې پينځه دېرش پس کاله يو ځلې بيا سنيماګانې کهلاويږى ، د سنيما د ټولو نه غټه کمپني اے ايم سي به اتلسم اپريل باندې سعودي عرب کښې خپله وړومبۍ سنيما کهلاوهي
سعودي عرب کښې که يو طرف ته زنانوؤ ته په هر شعبه کښې د کار کولو او آزادۍ اجازت ملاويږي نو بل طرف ته سعودى حکومت د تفريح لپاره سنيماګانو جوړولو اجازت هم ورکړيدے
دې سلسله کښې اے ايم سي په اتلسم اپريل د سعودي عرب په رياض ښار کښې د خپلې وړومبۍ سنيما پرانستو اعلان کړيدے
اے ايم سي ترجمان وئيلي چې سنيما کهلاولو لپاره د سعودي عرب پبلک انويسټمنټ يو کمپنۍ او اے ايم سي ترمينځه معاهده شوې او راتلونکي پينځه کالو کښې به د سعودي عرب په پينځلس ښارونو کښې دېرشو نه تر څلويښتو پورې سنيماګانې پرانستلے شي
واضحه دي وي چې سعودي عرب کښې تېرو پينځه دېرش کالو راهسې د سنيما ګانو پشمول د تفريح په زياتره سرګرميانو ،د زنانو د ډرائيونګ او هغوي په آزادانه نقل حرکت بنديز وو،خوموجوده ولي عهد سعودى معاشره کښې اصلاحات راوستى دى او دغه پابندۍ مرحله وار ختموى