سعودې عرب کښې د تيلو په دوه کهويانو ډرون بريدونه شوې

سعودي عرب د تيلو په تنصيباتو حملو تحقيقات د عالمي ماهرين نه کولو اعلان کړے

سعودې عرب کښې د سرکارې کپمنۍ د تيلو په دوه کهويانو ډرون بريدونه شوې،سعودې چارواکو د بريد زمه دار حوثې باغيان ګرځولې ولي حوثې باغيانو د بريد زمه وارې نه ده قبوله کړې
ميډيا رپورټس مطابق سعودې عرب کښې د سرکارې کمپنۍ آرمکو د تيلو په دوه کهويانو ډرون حملې شوې دې،يو بريد په عبقيق او دويم په خريص آئل فيلډ شوې دے،بريدونو نه پس دوانړو فيلډز کښې اوور لګيدلې وو ، سعودې چارواکي وائې چې اوور باندې قابو موندلې شويدې
سعودې چارواکو د حملو ذمه وار د يمن حوثې باغيان ګرځولې ولي حوثې باغيانو تر اوسه د بريدونو ذمه وارې نه ده منلې
ياده دے وې چې حوثې باغيان د څه مودے راهسې سعودې عرب په سرحدې سيمو باندې ډرون بريدونه کوې