سندهائی کورټ نقیب کیس کښی فریقنو ته نوټس جاری کړی

0
26
سپريم کورټ نقيب محسود قتل کيس د سماعت لپاره مقرر کړو

سنده هايی کورټ نقیب محسود مقدمه بل عدالت ته منتقل کولو په مقدمه کی فریقینو ته نوټس جاری کړی او هغوي ېی په شلم اګست عدالت ته رابللي دي،عدالت راو انوار ته هم نوټس جاری کړی دی
سنده صوبۍ ستر عدالت کښی وژلي شوي ځوان نقیب محسود پلار محمد خان لخوا دائر شوي درخواست باندی سماعت شوی دی،کیس سماعت په وخت نقیب الله محسود پلار وکيل عدالت ته وئيلي چی دوي نور په موجوده اې ټي سي عدالت اطتبار پاتی شوی ندی ځکه چی یاد عدالت زیر سماعت درخواست باوجود ملزم راو انوار ته ضمانت ورکړی دی،دوي عدالت ته استدعا کړی چی نقیب محسود کیس دی بل عدالت ته منتقل کړی شي ځکه چی په دغه عدالت کښی راو انوار سره هيڅ د ملزمانو سلوک نه کولی کیږي.سنده هایی کورټ په دغه استدعا ټولو فریقنو ته نوټس ورکړی او هغوي ېی ځواب لپاره د اګست میاشتی په شلمه نيټه عدالت ته رابللی دي.عدالت ملزم راو انوار ته هم نوټس ورکړی او هغه ئی هم عدالت ته په ياده نيټه ځواب لپاره رابللی دی،دلته دا خبره هم د یادولو وړ ده چی راو انوار ته د کراچۍ ترهه ګرۍ مخ نيوي عدالت لخوا ضمانت ورکړی شوی دی.