سندهـ حکومت عمرشريف علاج لپاره د څلور کروړه روپو امدادى پېسې جارى کړى

سندهـ حکومت د نامتو کاميډين عمر شريف علاج لپاره څلور کروړه روپو امدادى رقم جاري کړے او دايئر ايمبولينس بندوبست ئې هم کړيدے

د محکمه خزانه سندھ طرف نه جاري شوې نوټي فکيشن مطابق صوبائي حکومت د نامتو کاميډين عمر شريف امريکه کښې علاج لپاره څلور کروړه روپے جاري کړي او دې لړ کښې ئې د ايئر ايمبولينس بندوبست هم کړېدے د عمر شريف زوي جواد شريف وئيلي چې سندھ حکومت ورته د علاج لپاره د ايئر ايمبولينس او مالي امداد يقين دهاني کړے وه او طمع ئې څرګند کړے چې عمر شريف به ډير زر علاج لپاره امريکې ته روان شي بلخوا امريکه کښې د عمر شريف ډاکټر طارق شهاب وئيلي چې د عمر شريف علاج کښې يوه هفته وخت لګيديشي