سندهـ کښې مو اوبه،تعلیم او صحت ترجیحات دى: مراد علی شاه

0
14
سندهـ کښې مو اوبه،تعلیم او صحت ترجیحات دى: مراد علی شاه

سندهـ کښې مو اوبه،تعلیم او صحت ترجیحات دى،د صوبې خلکو خدمت ته مو ملا تړلې ده،د سندهـ وزيراعلی مراد علی شاه لاړکانه کښې میډيا سره خبرې،وائي چی د صوبې خلکو حق لپاره به وفاق سره هم خبرې کوى
لاړکانه کښې شهید ذوالفقار علی بهټو او بينظیر بهټو په مزار حاضري ورکولو وروستو سندهـ وزیراعلی مراد علی شاه ميديا ته خبرو اترو په وخت وئيلي چې په عام انتخابات کښې د سندهـ خلکو په پيپلزپارټۍ اعتماد کړې د کومې په بدله کښې به چې هيڅ کله هم اولس نه مايوسه کوى او د تير ځل نه به سيوا کار کوى
وزيراعلى سندهـ زياته کړه چې دوي حکومت اوبه،تعليم او صحت په وړومبى ترجيحاتو کښې شامل دى
وزیراعلی سنده دا هم وئيلي چی تیر حکومتونو کښی سنده صوبې ته وفاق لخوا حق نه دې ورکړې شوې طمعه ده چې عمران خان به سنده صوبې ته خپل جائز حق ورکوي