سنده حکومت کراچۍ تجاویزات ختمولو لپاره صلح مشورې شروع کړي

سنده حکومت کراچۍ تجاویزات ختمولو لپاره صلح مشورې شروع کړي

کراچۍ کښې تجاویزات ختمولو ټاسک سپریم کورټ سند وزیراعلی ته ورکړې خو تر اوسه صوبائي حکومت د ښار غیر قانوني تجاویزات ختمولو لپاره پلان ندې جاري کړی
سپریم کورټ آف پاکستان کراچۍ رجسټری څو ورځۍ وړاندی د ښار غیر قانوني تجاویزات او قبضه شوي ځایونه خلاصولو ټاسک سنده وزیراعلی مراد علی شاه ته ورکړې وو او ورته یې امر کړې و‌ؤ چې پخپله نګرانې کښې دې کراچۍ په اصل شکل کښې بحال کړي او ښار نه دې تجاویزاتو ختمه وکړې شي.عدالت دغه امر وروسته سرچینې وائي چې سند وزیراعلی مراد علی شاه عملي کار په اړه صلح مشورې شروع کړي دي خو تر اوسه صوبائي حکومت پلان ترتیب کړی ندې.عدالت مخکې هم کراچۍ تجاویزاتو ختمولو حکم کړی و‌ؤ د کوم وروسته چې کراچۍ انتظامیه په ښار کښې ګڼ شمېر غیر قانوني دکانونه ړنګ کړي و‌ؤ