سنده حکومت کرونا وائرس مخ نیوي لپاره ټاسک فورس جوړ کړی دی

سنده حکومت کرونا وائرس مخ نیوي لپاره ټاسک فورس جوړ کړی دی

سنده حکومت کرونا وائرس مخ نیوي لپاره ټاسک فورس جوړ کړی دی.وزیراعلی سنده وائي چې کرونا وائرس مخ نیوي لپاره صوبائي حکومت انتظامات کړي دي.
کراچۍ کې د سنده وزیراعلی مراد علی شاه په مشرائی کې کرونا وائرس مخ نیوي اړه اجلاس شوی چې پکې چیف سیکرټري ترڅنګ نوره چارواکو ګدون کړی دی.غونده کې کرونا وائرس مخ نیوي په اړه ټاسک فورس جوړولو فیصله شوی چې مقصد یې د دغه مرض نه نوره خلق بچ کول دي.
غوندې وروسته سنده وزیراعلی مراد علی شاه ویلي چې کراچۍ کې د کرونا وائرس اوله پېښه مخې ته راتلل د خفګان خبره ده خو دوي د دې وائرس مخ نیوي لپاره انتظامات کړي دي.وزیراعلی سنده ویلي چې عمله یې تیاره کړی او ورته یې د دې وائرس مخه نیولو لپاره سامان مهایه کړی دی.وزیر اعلی زیاته کړی چې په ګڼ شمیره کې زائرین ایران ته سفرونه کوي د هغوي ‌‌‌‌‌‌ډيټا راټولو په کار یې هم لاس پوری کړی دی