سنده هائي کورټ ریفرنس نه دائر کولو باندی په نیب د برهمی اظهار کړی دی

0
7

سنده هائي کورټ کې د سنده اسمال اندسټري کې غیر قانوني بهرتیانو په اړه مقدمې اوریدنه،ریفرنس نه دائر کولو باندی عدالت په نیب د برهمی اظهار کړی دی
سنده هائي کورټ کې ترسره شوې د سنده اسمال اندسټری کې غیر قانوني بهرتیانو مقدمې اورېدنی په وخت ایم کیو ایم روف صدیقی او داسی نوره ملزمان عدالت ته وړاندی شوي دي
مقدمه کې تر اوسه ریفرنس نه دائر کولو باندی عدالت په نیب سخت د برهمی اظهار کړی او ورته یې سپينه کړی چې که چرته دیارلسم اګست پوری ریفرنس دائر نکړی شو‌ؤ نو بیا به عدالت ‌‌‌‌‌‌ډي جي نیب عدالت ته طلب کوي ځکه غیر قانوني بهرتیانو تحقیقات د تیر دوو کالو نه روان دي او هیڅ معلومات یې تر اوسه ونه شول
په دې موقع عدالت ته ویل شوي چې معامله یې نیب هید کوارټر ته لیږلې او ایم کیو ایم روف صدیقی باندی یې په دوو وزارتونو کې غیر قانونی بهرتیانو په اړه تحقیقات روان ساتلي دي
یاده دې وي چې نیب ایم کیو ایم روف صدیقي باندی الزام دی چې غیرقانوني بهرتیانې یې کړي دي