سند صوبه کښې سيلاب دادو ښار رخ کړې

سند صوبه کښې سيلاب دادو ښار رخ کړې، دادو ښار دبچکول په غرض دهيوي مشينرۍ دلارے انډس هائي وے بائي پاس روډ باندې بند جوړولو کار روان کړې شوې دے، بلخوا منچهر جهيل بان سعيد آباد کښې تباهي جوړه کړې ده چې له وجې يوشمېر کلې داوبو دلاندې شوي
تفصيلاتوترمخه سند صوبے منچهر جهيل پُلې کښې يو پسې بل کټونو لګولو سلسله روانه ده ولې داوبو دباؤ کښې کمې رانۀ غې، دادو ښار ډوبېدو خطره نوره هم زياته شوې او دهيوي مشينرۍ دلارے انډس هائي وے بائي پاس روډ باندې بند جوړولو کار روان کړې شوې چې دادو ښار دۀ تاوانه بچ کړې شي ګهيرچاپېر کليوالې سيمو سره سره دادو ښار خلقو هم کډه پسر کړې چې ورسره محفوظ مقام تۀ رسيدل شروع کړي دي هم دغه رنګ کوټري بېراج کښې هم داوبو سطح اوچتې درجے تۀ رسېدلې، دريائے سند کښې هم داوبو دباؤ کښې زياتوالې روان دے کوټرۍ مختلفې يونين کونسلې او ښار ډوب شوې دې هم دغه رنګ جيکب آباد کښې سېف الله کنال او کهېر تهر کښې هم داوبو سطح تر خطرناکه حد رسېدلې