سند هائيکورټ دسانځه باره مئي تحقيقاتو لپاره جے آئي ټي جوړولو حکم ورکړے

0
11
سند هائيکورټ دسانځه باره مئي تحقيقاتو لپاره جے آئي ټي جوړولو حکم ورکړے

سند هائيکورټ کښې د سانځه باره مئي کيس سماعت شوے ، عدالت د تحقيقاتو لپاره د جے آئي ټي جوړولو حکم ورکړيدے ، عدالت د سانحې متاثرينو ته د معاوضې ادائيګۍ متعلق رپورټ هم طلب کړېدے
د سند هائيکورټ په جسټس اقبال او جسټس کے کے آغاز باندې مشتمل دوه رکني بينچ د سانځه باره مئي متعلق درخواست باندې فيصله واوروله او د سانحه باره مئي مکمل تحقيقاتو لپاره د جے آئي ټي جوړولو حکم کړېدے ، فيصله کښې دا سفارش هم شوے چې د سند هائيکورټ چيف جسټس به د دغه تحقيقاتو پخپله مانيټرنګ کوي ، سند هائيکورټ د سانځه باره مئي متاثرينو ته د معاوضې ادائيګۍ متعلق رپورټ پيش کولو حکم هم ورکړيدے
ياده دې وي چې په دولسمه مئي دوه زره اووه کښې وکلا تحريک په عروج وو ، وکلا تحريک باندې فائرنګ کښې پنځوس پورې کسان په حق رسيدلي وو چې پکښې زياتره شمېره د وکيلانو وه ، فائرنګ واقعې وروستو نښتو کښې يوشمېر ګاړو او نور املاکو ته هم نقصان رسيدلے وو