سند کښې تېرپه څلريشتوګهنټوکښې دکرونامرض نه څلور کسان مړه شوي

blank

سندصوبه کښې تېرپه څلريشتوګهنټوکښې دکرونامرض نه څلور کسان مړه شوي چې ورسره په صوبه کښې دمړوشمېره درے سوه څلوېښتو ته رسېدلې

تفصيلاتوترمخه وزيراعلي سندمرادعلي شاه په خپل ويډيو بيان کښې ويلي چې تېرپه څلريشتو ګهنټوکښې شپږ زره ديرېشت ټيسټونه کړې شوي دي چې پکښي نهه سوه يوکم شپېته نوي کېسونه مخې ته راغلي چې په مجموعي توګه په سندصوبه کښې دکېسونو شمېره شل زره اته سوه درےاتياؤ ته رسېدلې ده په دې کېسونو کښې اته سوه شپږ ديرشت مريضان په هسپتالونوکښې،اتلس سوه پنځه نوي په کورونوکښې دعلاج دلاندې دي چې ورسره يوسل اوياناروغۀ په وېينټيلېټرباندې په تشويشناک حالت کښې دي
وزيراعلي سند ويلي چې په صوبه کښې دکرونامرض له وجې تېرپه څلريشتو ګهنټو کښې نورڅلورکسان مړه شوي دي چې ورسره دکرونامرض نه په صوبه کښې په مجموعي توګه د مړو شمېره درے سوه څلوېښتو ته رسېدلې ده
هغوي ويلي چې دصوبې په کچ تروسه يولاک يوکم پنځوس زره پنځه سوه پنځه شپېته ټېسټونه کړې شوي دي
وزيراعلي داهم ويلي چې په صوبه کښې شپږ سوه شپېته نورمريضان صحت مندشوي دي چې ورسره په صوبه کښې دصحت مند کسانو شمېره اوه زره پنځلسو ته رسېدلې ده
په نوي کېسونوکښې صرف شپږ سوه اته شپېته کېسونوتعلق صرف دکراچۍ سره دې