سنيټر اسحاق ډار وئيلي چې کله تيره شپه ملک ته را اورسيدم نو ډالر تقريبا لس روپۍ راکم شو

سنيټر اسحاق ډار وئيلي چې کله تيره شپه ملک ته را اورسيدم نو ډالر تقريبا لس روپۍ راکم شو،يعنې په يوشواروز کښې په پاکستان باندې ديارلس نيم سوه اربه روپۍ قرضه راکمه شوه،وائي چې نه مې ماضې کښې چا له دا اختيار ورکړے چې روپۍ له په مرۍ لاس کيږدي او نه به اوس چا له دا اجازت ورکړم
دا خبرې سنيټر اسحاق ډار د څوګند پورته کولو ورستو پارليمنټ کښې د صحافيانو سره په خبرو کښې کړيدي،وينا ئې وه چې زمونږ په مسئلو کښې يوه مسئله په مصنوعي طريقه باندې د روپۍ قدر راکمول وو،نو ځکه ګرانې هم سيوا شوه او ورسره په يوټيلټي سټورونو باندې هم د څيزونو قيمتونه سيوا شول د اسحاق ډار وينا وه چې تيره شپه چې کله ملک ته را اورسيدم نو ډالر لس روپۍ ارزان شو،او مونږ وئيلے شو چې په نيمه ورځ کښې په ملک باندې قرضه ديارلس نيم سوه اربه روپۍ راکمه شوه،وائي چې په کال نوولس سوه نهه نوي کښې مې هم ډالر په فيکس ريټ باندې ساتلے وو،ما خو نه ماضې کښې چا له دا اختيار ورکړے چې روپۍ له په مرۍ لاس کيږدي او نه به اوس چا له دا اجازت ورکړم