سوات بنړکښي شپاړس کلنه ثناخان خپل ورور په نامعلومه وجوهاتووژلي

سوات بنړکښي شپاړس کلنه ثناخان خپل ورور په نامعلومه وجوهاتووژلي

سوات بنړکښي شپاړس کلنه ثناخان خپل ورور په نامعلومه وجوهاتو د چړي په ګزارونووژلي نو بل طرف ته دملزم د ګرفتاري لپاره پوليسو ځائے په ځائے چهاپے پيل کړے
سوات مينګوره بنړ کښې شپاړس کلنه ثنا خان هغه وخت د چړو په ګزارونو خپل ورور شديد ژوبل کړے وه کله چي هغه د ښادي ديو پروګرام نه واپس کور ته راغله
خدائي بخلي ثنا خان پوليس ته خپل بيان کښې انکشاف کړے چي هغه خپل کمره کښې اوده وه او هم په دغه موقع د هغي ورور قاسم په دوئي د چړو ګزارونه پيل کړل چي دکومي په نتجه کښې دوئي شديد ژوبل شول
مقدمه کښې د خبره په ډاګه شوے چي د ثنا خان د مور او پلار ميا خان ترمنځ لس کله وړاندے طلاق شوے وو او د عدالت د فيصلے مطابق ملزم قاسم د پلار سره فيصل اباد پنجاب کښې پاتي کيدلو او لور ثناخان به سوات بنړ کښې د مور سره پاتي کيدله
پوليس وائي چي سندر غاړه ثنا خان د اپريشن دوران څا ورکړے او بيا ورستو د شپي ابائي کلے مينګوره کښې خاورو ته سپرلے شوے
د بنړ پوليس ايس ايچ او طارق خان د وينه مطابق ملزم د موقع نه تختيدلے او د هغوئي د ګرفتاري لپاره پوليس چهاپے وهل پيل کړے او ډير زر به ملزم ګرفتار کړے شي