سوات ته تلونکي بس ته راجن پور سره حادثه کښې څلور کسان پحق رسيدلي

0
92
سوات ته تلونکي بس ته راجن پور سره حادثه کښې څلور کسان پحق رسيدلي

کراچې نه سوات ته تلونکي مسافر بس راجن پور سره نيزدې د ټريفک حادثې ښکار شوي چي په نتيجه کښې ئي څلور کسان پحق رسيدلي دي،پيښه کښې شل کسان ژوبل شوي هم دي
ريسکيو ادارو مطابق د کراچې نه سوات ته تلونکي مسافر بس د راجن پور دهينګن سيمه کښې د ټريفکي پيښې ښکار شويدې،حادثه کښې څلور کسان مره او شل ژوبل شويدي
ريسکيو اهلکار زياتوي چي ژوبل کسان بس نه راوستې شوي او هسپتال ته منتقل کړې شويدي