سوات مټه کښې د جنج ګاډي د حادثے ښکار شوي چي په کښې يو تن مړ

0
5

سوات مټه کښې د جنج ګاډي د حادثے ښکار شوي چي په کښې يو تن مړ او د لسونه سيوا کسان سخت ژوبل شوي چي په کښې ماشومان هم شامل دي
سوات مټه کښې خادي هغه وخت په غم کښې بدله شوه کله چي جنج کښې شامل يو سوزکي د تيز رفتاري په وجه د وني سره وجنګيدو چي په نتيجه کښې ئي يو تن مړ او د لسونو سيوا کسان سخت ژوبل شويدي
ژوبل کسان د فوري علاج لپاره مټي اسپتال ته منتقل کړې شوې چرته چي هغوئي ته علاج معالجې سهوليات ورکولي کيږي
مقامي ذرايع وائي چي اسپتال ته رواړلي شوي ژوبل کسانو کښې زياتره ماشومان دي په کوم کښې چي د ځينو حالت مرګوني دې څوک چي د فوري علاج لپاره سيدو شريف اسپتال ته منتقل کړي