سوات کښې د جومات په امام د تشدد خلاف د مسلم ليګ او جے يو ائي کارکنانو احتجاج کړے

سوات کښې د جومات په امام د تشدد خلاف د مسلم ليګ او جے يو ائي کارکنانو احتجاج کړے

د سوات مټه سيمه کښې کښې په پيش امام تشدد خلاف جمعيت علمااسلام ف او مسلم ليګ ن کارکنانو احتجاجي مظاهره کړے او د تحريک اانصاف خلاف ئي نعرے وهلي دي،د پوليس يقين دهاني وروستو مظاهره ختمه کړې شويده
تيره ورځ سوات دُرشخيله سيمه کښې د تحريک انصاف او جمعيت علما اسلام ف د کارکنانو ترمينځه د جماعت د امامت په مسئله تصادم شوي وو چي په نتيجه کښې ئي د مقامي جماعت پيش امام پشمول اووه کسان ژوبل شوے وو،ژوبل کسانو کښې دتحريک انصاف دوه او جمعيت علما اسلام ف پنځه کارکنان شامل دي
په امام د تشدد خلاف مټه کښې د جمعيت علما اسلام ف او مسلم ليګ ن کارکنانو احتجاجي مظاهره کړې،مظاهرچيانو د تحريک انصاف په ضد سخته نعره بازي کړے او پيښه کښې ملوث کسانو د ګرفتاري مطالبه ئي کړيده
په دي موقع مټه سرکل ډي ايس پي پير سيد خان مظاهرچيانو ته يقين دهاني ورکړے چي ډزې کونکي پوليس اهلکار معطل کړے شوي او پيښه کښې ملوث د تحريک انصاف کارکنانو خلاف به د قانون مطابق کاروائي کولي شي