سود صرف د مذهبي خلقو مسله نه ده

د جميعت علمااسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان وئيلي دي چي سود صرف د مذهبي خلقو مسله نه ده، بلکه د دي خلاف په قومي او اجتماعي سطح باندي محنت کول پکار دي، مولانا فضل الرحمان مطابق شرعي عدالت د سود پرضد فيصله ورکړيده، په کوم باندي چي عمل درامد لپاره د وزير اعظم شهباز شريف هم سره خبري شويدي،
د پاکستان ډيموکريټک موومنټ صدر مولانا فضل الرحمان ميډيا سره خبرو دوران اووئيل چي مونږ د سود په يو داسي جال کښې راګير کړے شوي يوو چي اوس تري وتل اسان کار نه دے ، د مولانا فضل الرحمان وينا وه چي شرعي عدالت د سود خلاف فيصله ورکړيده، دا صرف د مذهبي خلقو مسله نه ده، بلکه د سودي نظام خاتمي لپاره په قومي او اجتماعي سطح باندي کوششونه کول پکار دي، مولانا فضل الرحمان مخکښې اووئيل چي د سودي نظام ختمولو په سلسله کښې د وزير اعظم شهباز شريف سره هم خبري اتري رواني دي