سى ټى ډى پيښور کښي يو ترهګر ګرفتار کړي

0
56
سى ټى ډى پيښور کښي يو ترهګر ګرفتار کړي

دپيښور ترهګرۍ مخنيوى محکمى په رينګ روډ جميل چوک يو ترهګر ګرفتار کړيدې او د هغه د ولقى نه ئې څلور کلوګرامه بارودى مواد برامد کړيدى دترهګر تعلق د کالعدم تنظيم سره دے
دپيښور ترهګرۍ مخنيوى محکمى لخوا جارى شوى بيانيى تر مخه پيښور ښار د لوئى تباهى نه بچ کړې شويدې او په رينګ روډ جميل چوک ئې د کاروائى په وخت يو ترهګر قدير خان ګرفتار کړيدې چې تعلق ئې د کالعدم تنظيم سره ښودلے کيږى
دسى ټى ډى ترجمان وينا ده چې دنيولى شوى ترهګر نه يو خودساخته بم برامد کړې شويدې کوم چې د بم ډسپوزل يونټ د طلب کيدو نه پس ناکاره کړې شويدې
دترجمان وينا ده چې نيولې شوى ترهګر قدير خان تعلق د مهمندو ايجنسۍ سره دے او دا وخت په شمشتو روډ ګړهى باغبان کښې اوسيګى،دنيولى شوى تن نه د مزيد انکشافاتو تمع ده
هم دغه وجه ده چې ملزم د پلټنو لپاره نامعلوم ځائې ته منتقل کړې شويدې.