سيالکوټ په رنګ پېښې غيرمشروط مذمت کوو ،مولانا فضل الرحمان

مولانافضل الرحمان وئيلي چه د سيالکوټ په رنګ پيښي غير مشروط مذمت کوؤ، دشروع نه مي د ټوپک په زور د يوي نظريے خبره کولو مخالفت کړي ولي چه مونږ د آئين قانون او جمهوريت په صف کښي ولاړ يو

اسلام آباد کښي د حکومت مخالف اتحاد سرمشريزه غونډي وړاندي د پي ډي ايم صدر مولانافضل الرحمان ميډيا سره خبرو اترو په مهال اوئيل چه د سيالکوټ په رنګ پيښي غير مشروط مذمت کوؤ، ولي سوال دا پورته کيږي چه داڅي قسمه پيښو مخنوې به څوک کوي ؟ دمولانافضل الرحمان وينا وه چه کله د مذهب په حواله څه پيښه اوشي نو دا ډير زيات هائي لائټ کيږي، ددي قسمه واقعاتو مخنوي لپاره به قامي سوچ مخي ته راوړل وي د جے يو آئي امير مولانافضل الرحمان وينا وه چه که زما خپل حکومت وے نو هم دا دريز به مي لرلو چه دي پيښه کښي کوتاهي شوي ،هغه زياته کړه چه رياست ، آئين او قانون له به لازمي په حرکت کښي راتلل وي مولانافضل الرحمان اوئيل چه دشروع نه مي د ټوپک په زور د يوي نظريے خبره کولو مخالفت کړي او مونږ د آئين قانون او جمهوريت په صف کښي اودريدلي يو۔