سياچن کښې د پاک پوځ هيلى کاپټر راغورځيدلې

د پاکستان پوځ یو هيلي کاپټر په سیاچن کښې غورځيدلې چې پکښې دوه ميجران شهيدان شوى

د آئي ايس پي آر ترمخه د هيلي کاپټر غورځيدو پيښه کښي دواړه پائلټان شهيدان شوي دي ،شهيدانو کښي ميجر عرفان او ميجر ذيشان جاويد شامل دي ،پيښي وروستو پاک پوځ په فورى توګه ريسکيو ټيمونه د پېښې ځائې ته ليږلى وو او ريسکيو اپريشن ئي مکمل کړېدې د ګلګلت بلتستان حکومت وئيلى دى چې پېښه ضلع ګانچهے کښې مخے ته راغلې، ګلګت بلتستان وزيراعلى خالد خورشيد پېښې باندې د افسوس اظهار کړې، او شهيدانو کورنې سره دهمدردې اظهارکړې