سيدعلي ګيلاني کشمير حوالې سره د وزيراعظم عمران خان د بيان تائيد کړے

0
11

د حريت کانفرنس چيئرمين سيدعلي ګيلاني کشمير حوالې سره د وزيراعظم عمران خان د بيان تائيد کړے او وئيلي دي چې د هغه بيان په حقيقت مبني دے ، وائي چې کشمير د دوه جوهري ملکونو ترمينځه د تنازع وجه ده د کوم لکبله چې په لکهونو کشميريان د مرګ خولې له ورغلي دي
دا خبرې د کل جماعتي حريت کانفرنس چيئرمين سيدعلي ګيلاني د وزيراعظم عمران خان کشمير حوالې سره بيان وروستو په خپل ردعمل کښې کړيدي ، سيدعلي ګيلاني د عمران خان بيان حقيقت پسندانه ګرزولے او وئيلي دي چې مسئله کشمير واقعي د دواړو ملکونو ترمينځه يو داسې ناسور دے د کوم په وجه چې په لکهاؤ خلق د دغې تنازعې ښکار شويدي او نن هم د انسانيت ، امن او استحکام لپاره د ټولو نه لويه خطره ده
سيدعلي ګيلاني وائي چې کشمير يو متنازعه علاقه ده او بهارت مسلسل دې علاقې متعلق دروغ وائي چې دا د بهارت برخه ده، حريت مشر چې د پاکستان لخوا ګاونډي ملک ته د دوستۍ او خېرسګالۍ لاس وړاندې شو د کومې نه چې بهارت پشا شو او دا ئې اوښودله چې هغوي د حقيقت نه سترګې پټوي