سيلاب زده سيمو کي د بحالي کار جاري

سيلاب زده سيمو کي د بحالي کار جاري، ګوادر رتوډيروموټر وے ايم ايټ ټريفک لپاره بحال کړي شوي،وزيراعظم شهباز شريف د اين ايچ اے ټيم ته امبارکي ورکړي، بلخوا د تيمرګره او باجوړ ترمينځ ټرانسميشن لائن هم بحال شوي ، باجوړ او منډا ګرډ سټيشن هم فعالي کړي شوي
د سيلاب په وجه د ملک بالائي او وسطي سيمو کي انفرا سټرکچر خصوصا د سړکونو نيټ ورک او د بجلي ترسيل نظام ته په لويه پيمانه نقصان رسيدلي وو، ولي د وزيراعظم شهباز شريف په خصوصي احکاماتو باندي په فوري توګه د بحالي کارونه شروع شوي وو، تازه ترين معلوماتو مطابق ګوادر ،رتوډيرو ايم ايټ موټروے د ټريفک لپاره بحال شوي،وزيراعظم بحالي باندي اين ايچ اے ټيم ته امبارکي ورکړي،بلخوا د تيمرګره او باجوړ ترمينځ د بجلي ترسيلي نظام هم بحال شوي،باجوړ او منډا ګرډ سټيشنو باندي هم د بحالي کار مکمل شوي