سينيټر مشتاق احمد خان وئيلي دي چه موجوده حکومت کشمير فروش حکومت دے

سينيټر مشتاق احمد خان وئيلي دي چه موجوده حکومت کشمير فروش حکومت دے

جماعت اسلامي خيبر پختونحوا صوبائي امير او سينيټر مشتاق احمد خان وئيلي دي چه موجوده حکومت کشمير فروش حکومت دے د کشمير سودا ئي کړي د ملک په تاريخ کښ په دوه اويا کالو کښ په ړومبي ځل يو حکومت په يو کال کښ يولس اربه ډالره قرضه واغسته د حکومت د ناکامه پاليسو په وجه د ملک د ترقي پايه ولاړه ده د ملک دننه سول مارشل لا نافذه ده ملک په ګراني کښ ګير دي عوام د موجوده حکومت نه مايوسه شوي دي
جماعت اسلامي به په دويشتم دسمبر په اسلام آباد کښ د حکومت خلاف او کشمير يانو رونړو سره د يو والي دهرنا ورکوي په ملک کښ صرف او صرف د اپوزيشن اختساب روان دے موجوده حکومت به د دوه زره شلم نه مخکښ مخکښ ختميګي دوي دا خبري په مردان کښ يو اخباري غونډي ته کوولي سينيټر مشتاق احمد خان خيبر نيوز سره هم خصوصي خبري کړي