سيکيورټى فورسز د خېبر ايجنسۍ وادى تيراه کښې د کالعدم تنظيمونو په خفيه ټهکانو بمبارى کړے

0
58

سيکيورټى فورسز د خېبر ايجنسۍ وادى تيراه کښې د کالعدم تنظيمونو په خفيه ټهکانو بمبارى کړے چې پکښې لس ترهه ګر وژلى شوى دى

سيکيورټى ذريعو وينا ترمخه د پاک فضائې جيټ جهازونو د وادې تيراه په راجګال سيمه کښې د کالعدم ټى ټى پى او کالعدم لشکراسلام په خفيه ټهکانو بمبارى کړے ده
بمبارۍ کښې د دواړو کالعدم تنظيمونو لس ترهه ګر وژلى شوى دى
ذرائع مخکښې وائى چې د جيټ جهازونو بمبارۍ کښې د ترهه ګرو درې خفيه ټهکانې هم تباه کړى شوى دى
د ياده ونې وړ ده چې خېبرايجنسۍ کښې آپريشن حتمى مرحله کښې داخل شوېدے او تر دې دمه يو شمير ترهه ګر وژلى شوى او د هغوى يو شمير خفيه ټهکانې هم تباه کړى شوى دى