سيکيورټي فورسزاو پوليس چارسده کښي د کارروائۍ پر مهال پنځه کسان نيولي

0
33
د باچا خان پوهنتون پيښې وروستو د سيکيورټي فورسز او پوليس  کارروائيانې دوام لري او چارسده کښي د  شريکې کارروائۍ پر مهال پنځه کسان نيولي شويدي ، د نيولي شوي کسانو تعلق د ګاونډي هيواد افغانستان او قبائلي سيمو سره ښودلې کيږي 
سيکيورټي سرچينو ترمخه  سيکيورټي فورسز او  پوليس  د چارسده  عمرزئي تهانړې محمود آباد سيمه کښې په شريکه کارروائي کړيده چي پکښې پنځه کسان  ګرفتار کړے شويدي کوم چي د نورو پلټنو لپاره نامعلومه ځائے ته منتقل کړے شويدي 
پوليس زياتوي چي د نيولي شوي کسانو تعلق د شمالي وزيرستان ، باجوړ ايجنسۍ او افغانستان سره دے