سيګار افغان شل کلن جهګړې دوران د مرګ ژوبلې رپورټ جارى کړے

افغانستان کښې د تعمير نو کارونو جائزه اخستونکى امريکنى ادارے سيګار

افغان شل کلن جهګړې دوران اوړيدلې مرګ ژوبلې رپورټ جارى کړې ،رپورټ ترمخه تير شل کالو کښې د طالبانو سره نښتو او بريدونو په مهال اته څلويښت زره افغانان،شپږ شپيته زره افغان سيکيورټي اهلکار او درې نيم زره بهرملکي پوځيان وژلي شويدي

افغانستان نه د امريکې او ناټو پوځ انخلا عمل او افغان جنګ پائې ته رسيدو وروستو سيګار ادارے تير شل کالو دوران افغانستان کښې مقامي سيکيورټي اهلکارو،بهرملکي پوځيانو او افغانانو ته اوړيدلي مرګ ژوبلې په حواله رپورټ جاري کړېدے رپورټ کښې وئيلي شويدي چې د طالبانو بريدونو او سيکيورټي فورسز سره نښتو دوران تير شل کالو دوران شپږ شپيته زره افغان سيکيورټي اهلکار او اته څلويښت زره افغانان وژلي شويدي رپورټ ترمخه دې جنګ دوران د امريکې درې زره څلور سوه دري څلويښت او د نورو اتحادي ملکونو يو زر يوسل او څلور څلويښت پوځيان هم وژلي شويدي