سي ټي ډي مانسهره کښې دوه دهشت ګرد نيولي دي

0
15

محکمه انسداد دهشت ګردي په مانسهره کښې کارروائي کړې او دې دوران ئې دوه دهشت ګرد نيولي دي ، سي ټي ډي چارواکي وائي چې نيولے شوي ترهه ګر په پوليس،پخواني صدر پرويزمشرف باندې حمله او نور جرمونو کښې ملوث دي
د مانسهرې په مضافاتي علاقه کښې سي ټي ډي حکامو په خفيه اطلاع باندې کارروائي کړې او دوه ترهه ګر ئې نيولي دي، ترهه ګرو کښې عظيم خان عرف قاري خاکسار او محمدانور شامل دي، سي ټي ډي چارواکي وائي چې عظيم خان د ايس ايس پي چوهدري اسلم په قتل او کراچۍ کښې پخواني صدر پرويزمشرف باندې حمله کښې ملوث دے،تره ګر عظيم خان مولانا اظهارالحق،عبدالله شاه غازي مزار او نور يوشمېر حملو کښې هم ککړ دے او پوليسو ته مطلوب وو،هم دغه رنګ دويم دهشت ګرد محمدانور د ترهه ګرۍ پشمول نور سنګين جرمونو کښې ملوث دے