سي پيک کښي د سعودي عرب شموليت په حواله چين په اعتماد کښي اخستے شوے

0
14
کرپټ خلکو باندي لاس اچولو سره جمهوريت په خطره کښې پريوځي ، فواد چوهدري

وزيراطلاعات فواد چوهدري د احسن اقبال د سوال جواب ورکړے ،وائي چي سي پيک کښي د سعودي عرب شموليت په حواله چين په اعتماد کښي اخستے شوے دے
فواد چوهدري په ټوئټر د احسن اقبال د سوال په جواب کښي وئيلي دي چي سي پيک منصوبه کښي توسيع د پاکستان او چين دوانړو په مفاد کښي ده او دے منصوبه کښي د سعودي عرب شموليت په حواله چين په اعتماد کښي اخستے شوے دے
وزيراطلاعات وائي چي د پاکستان سخت وخت ختم شو،مستقبل کښي به پاکستان د معاشي سرګرميانو مرکز جوړيږي
دے نه وړاندے د مسلم ليګ ن رهنما احسن اقبال يو ټوئيټر بيان مخے ته راغلے وو،احسن اقبال پوښتنه کړے وه چي آيا سعودي عرب سي پيک کښي شاملولو په معامله چين په اعتماد کښي اخستے شوے دے اوکنه؟ ځکه چي دا منصوبه دو طرفه ده او پکار ده چي د دريم ملک شموليت باندے وانړه طرفونه راضي وي