سټيټ بينک آف پاکستان وئيلى دى چې د پاکستان بيرونى قرضو کښې درې فيصده اضافه شوې

سټيټ بينک آف پاکستان وئيلى دى چې د پاکستان بيرونى قرضو کښې درې فيصده اضافه شوې چې ورسره دغه قرضې يو سل شپاړس اربه او ديرش کروړه ډالره ته رسيدلې دي

د سټيټ بينک طرف نه جاري شوې يو بيان کښې وئيلي شوي چې تير کال مارچ مياشت پورې د پاکستان بهرنې قرضې يو سل نهه اربه او دوه نوي کروړه ډالره وې کومه کښې چې اوس درې فيصده اضافه شويده بيان کښې وئيلي شوي چې جولائي نه اپريل پورې کرنټ اکاؤنټ خساره اوه اويا کروړه ډالره سرپلس پاتې شوې وه او دې موده کښې ترسيلات زر کښې د تير کال مقابله کښې نهه ويشت فيصده اضافه شويده د روان مالي کال لس مياشتو کښې ترسيلات زر څليريشت اربه او څليريشت کروړه ډالروواو د تير مالي کال دغه موده کښې ترسيلات زر اتلس اربه نهه اويا کروړه ډالر وو سټيټ بينک دا هم وئيلي چې يو کال کښې جي ډي پي کښې ديارلس اربه اته ديرش کروړه ډالره اضافه شوې چې ورسره د جي ډي پي حجم درې سوه پنځه اربه ډالر ته رسيدلې او تير کال مارچ کښې د جي ډي پي حجم دوه سوه دوه نوي اربه او اوه څلويښت کروړه ډالره وه