سټيټ بينک اف پاکستان په اتم مئى ټول بينکونه کولاو ساتلو اعلان کړې

سټيټ بينک آف پاکستان په ملک کښې په اتم  مئى د ټول بينکونوکولاو ساتلو اعلان کړې ،سټيټ بينک چارواکى وائى چې دا فيصله  ئې د اختر چهټيانو په وجه کړيده

يو بيان کښې سټيټ بينک وئيلى دى چې هفتې په ورځ يعنى په  اتم  مئى به ملک کښې ټول بينکونه کولاو  ساتلې شي ، د خيالى په ورځ به بينکونه سحر نهه بجې نه بغير د څه وقفې تر دوه بجې پورې کولاو وى

د سټيټ بينک چارواکو دا هم وئيلى دى چې په اتم  مئى د بينک کولاو  ساتلو فيصله اختر چهټيانو په وجه کړيده

څرګنده دې وى چې سټيټ بينک آف پاکستان ديارلسم اپريل باندې د روژې مياشت لپاره بينکونو ټائم  هم بدل کړې وو