سټيټ بينک ترميمى بل په منظورۍ د پى پى پى او ن ليګ شکريه ، فوادچوهدرى

د اطلاعاتو او نشرياتو وفاقي وزير فواد چودهري د سټيټ بينک ترميمي بل منظورۍ باندې د پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ ن شکريه ادا کړې او وئيلي دي چې حکومت ثابته کړې چې ټول سياسي جماعتونه په شريکه هم عمران خان ته شکست نشي ورکولې ،دا ئې هم وئيلي چې اپوزيشن د عدم اعتماد تحريک خبره کوي، خو نن ورته په هغه ايوان کښې هم شکست شوې چرتا چې د دوي هسې په نوم اکثريت دې

سينيټ کښې د سټيټ بينک ترميمي بل منظورۍ نه پس پارليمنټ نه بهر ميډيا سره خبرو پر مهال فواد چودهري وئيلي چې حکومت ته سينيټ کښې هم لويه کاميابي ميلاؤ شويده ،او دې سره د اپوزيشن شکستونو کښې نوره هم اضافه شويده فواد چودهري اووئيل چې اپوزيشن د عدم اعتماد تحريک خبره کوي، خو سينيټ کښې نام نهاد اکثريت باوجود دوي ته ماتې شوې ،نو قامي اسمبلې کښې به دوي بيا څه کوي وفاقي وزير مخکښې وئيلي چې طمع ده چې اوس به اپوزيشن سکون کښې وي او اوس به د دوي يو څو ورځې آرام سره تيريږي