سټيټ بينک د راتلونکي دوه مياشتو لپاره د نوې مانيټري پاليسۍ اعلان کړے

سټيټ بينک د راتلونکي دوه مياشتو لپاره د نوې مانيټري پاليسۍ اعلان کړے

سټيټ بينک د راتلونکي دوه مياشتو لپاره د نوې مانيټري پاليسۍ اعلان کړېدے، سټيټ بينک اعلاميې ترمخه شرح سود کښې هيڅ قسمه کمے بيشے نه دے شوے، د سود شرح ديارلس اعشاريه پينځه ويشت فيصده باندې برقرار ساتلے شوېده
ګورنرسټيټ بينک رضاباقر په مشرۍ کښې د بورډ آف ګورننس اهم اجلاس شوے،اجلاس دوران سټيټ بينک د راتلونکي دوه مياشتو لپاره نوې مانيټري پاليسي اعلان کړې او د سود شرح ئې په ديارلس اعشاريه پينځه ويشت فيصده باندې برقرار ساتلې ده،سټيټ بينک اعلاميې ترمخه معيشت ته دا وخت د ګرانۍ او د بجټ خسارې پشان مختلف قسمه چيلنجز رامخې ته دي، بورډ ممبران پاليسي ريټ کښې تبديلي نه کولوباندې صلاح شوي او د سود شرح ئې برقرار ساتلو فيصله کړيده