سټيټ بينک وړوکي اختر لپاره د نوي کرنسي نوټونو جاري کولو اعلان کړے

0
349
سټيټ بينک وړوکي اختر لپاره د نوي کرنسي نوټونو جاري کولو اعلان کړے

سټيټ بينک د وړوکي اختر نه وړاندې د نوي کرنسي نوټونو جاري کولو اعلان کړے ، دغه نوي نوټونه د سټيټ بينک آف پاکستان مقرره کرده بينکونو نه حاصلولے شي
سټيټ بينک اعلاميې ترمخه د نوي نوټونو ترلاسه کولو حوالې سره مرکزي بينک مکمل فهرست جاري کړے په کوم کښې چې د بينکونو برانچونه او د هغې کوډز ورکړے شويدي
سټيټ بينک ترمخه د نوي کرنسي نوټونو ترلاسه کولو لپاره دې هر يو کس د خپل موبائل په رائټ ميسج کښې خپل شناختي کارډ نمبر،سپيس ، د ښار شارټ کټ نوم او د مطلوبه بينک کوډ دې په ډبل ايټ ډبل سيون يعني اته اته اوه اوه باندې وليږي د سټيټ بينک جوابي ميسج ملاويدو وروستو د ضرورت مطابق نوي کرنسي نوټونه د مطلوبه بينک نه حاصلولے شي
سټيټ بينک ترمخه په يو شناختي نمبر باندې هر يوکس ته د لس روپو درې ، د پنځوس او سلو روپو يويو پيکټ کرنسي نوټونه جاري کولے شي