سپريم کورټ بار ايسوسې ايشن سباله وکلا برادرۍ ته د عدالتونو بائيکاټ او احتجاج کال ورکړے دے

0
23

جسټس قاضې فائز عيسې خلاف ريفرنس باندې صدر سپريم کورټ بار ايسوسې ايشن سخت غبرګون ښودلې،امان الله کنرانې سباله ټول ملک کښې وکلا برادرۍ ته د عدالتونو بائيکاټ او احتجاج کال ورکړے دے،وائې چې د جسټس فائز عيسې خلاف ريفرنس په بدنيتۍ باندې جوړ کړے شوے دے
اسلام آباد کښې خبريالانو سره خبرو کښې صدر سپريم کورټ بار ايسوسې ايشن امان الله کنرانې د سپريم کورټ جج جسټس قاضې فائز عيسې خلاف ريفرنس باندې سخت ردعمل ښودلې او په صدر مملکت او حکومت باندې ئې شديد تنقيد کړے دے
امان الله کنرانې وائې چې قانونې اصطلاع کښې دا ريفرنس هم نه دے،صدر مملکت صرف سپريم جوډيشل کونسل ته د معاملې جائزه اخستو ډائريکشن ورکړے دے،ترڅو چې سپريم جوډيشل کونسل په دغه ريفرنس د قانونې کارروائې قابل نه ګنړې ترهغې د دے حيثيت د کاغذ د يوے ټکړے نه زيات نه دے
صدر سپريم کورټ بار وينا وه چې داسې الزامونه په نورو ججانو باندې لږيدلې دې،د جسټس قاضې فائز عيسې تعلق بلوچستان سره دے او سپريم کورټ کښې هغه د ټولو پسمانده ضلع يواځنې جج دے،د هغه خلاف کارروائې سره به ښه تاثر نه ځې
امان الله کنراني د حکومتې ريفرنس په ضد سبا له ټول ملک کښي وکيلانو ته د عدالتې کارروائې بائيکاټ او احتجاج کولو کال ورکړے دے، هغه وينا وه چې سباله به وکيلان د سپريم کورټ مخې ته دهرنا ورکوې،کراچۍ او بلوچتسان بار هم د احتجاج باور ورکړے دے
صدر سپريم کورټ بار د جسټس فائز عيسې خلاف ريفرنس ليږلو باندې په صدر مملکت هم تنقيد کړے دے