سپريم کورټ جعلي اکاونټس کيس کښي د زرداري او فريال نظرثاني درخواست سماعت لپاره منظور کړي

0
8

سپريم کورټ جعلي اکاونټس کيس کښي د پخواني صدر آصف علي زرداري او فريال تالپور نظرثاني درخواست سماعت لپاره منظور کړي او چيف جسټس آصف سعيد کهوسه د مقدمي سماعت لپاره دري کسيزه بينچ هم تشکيل کړيدي، دغه بينچ به په نورلسمه فروري سماعت کوي
جعلي اکاونټس کيس کښي د آصف زرداري، فريال تالپور، بلاول بهټو زرداري، وزيراعلي سنده قائم علي شاه طرف نه دائر شوي د نظرثاني درخواستونه سپريم کورټ سماعت لپاره منظور کړيدي
د نظرثاني درخواستونو سماعت لپاره د سپريم کورټ دري کسيزه بينچ هم تشکيل شويدي او د چيف جسټس آصف سعيد کهوسه مشري کښي دري کسيزه بينچ به نورلسمه فروري باندي د مقدمي ابتدائي سماعت کوي
آصف زرداري، فريال تالپور، بلاول بهټو زرداري او وزيراعلي سنده طرف نه سپريم کورټ کښي دائر شوي د نظر ثاني درخواستونو کښي دريز خپل کړي شوي چي مقدمه سپريم کورټ کښي زير سماعت ده او ايف ائي اے تحقيقات کوي، کوم چي د قانون خلاف ورزي ده
هغوي عدالت ته خواست کړي چي سپريم کورټ دي جے ائي ټي او ايف ائي اے تحقيقاتونه اودروي