د سپريم کورټ درې کسيزه بنچ د ازخود نوټس او آئيني کيسونو اورېدنه تر هغه وخته ځنډولو حکم جاري کړی دی چې ترڅوقواعد جوړ نه شي.
د عدالت درې کسيزه بنچ د قرآن حافظانو ته د اضافي نمبرو ورکولو په اړه درخواست حکم جاري کرې دنهه صفحو باندي مشتمل فيصله د جسټس قاضي فائز عيسى ليکلې ده او جسټس شاهد وحيد اختلافي نوټ جمع کړے دے۔
په فيصله کښي ليکلي چې اساسي قانون او قانون چيف جسټس ته د ځانګړي بنچ جوړولو اجازه نه ورکوي.دائين ارټيکل 184 (3) لاندې درخواستونو لپاره قانون موجود دې،. د جسټس قاضي فائز عیسی په فیصله کې ویل شوي چې د از خود نوټس کیسونو او بنچونو جوړولو لپاره هیڅ رولز نشته،. حکم کښې ليکلي شوي چې د مهمو اساسي قانون او ازخود نوټس کسيون اوریدنه باید تر هغه وخته وځنډول شي چې رولز جوړ شي.
تحريري فيصله کښې دا هم وئيلي شوي دي چې د پيمرا لخوا په ججانو باندې تنقيد باندې بنديز د آئين او اسلام خلاف ورزي ده۔ د اوريدنې په مهال د عدالت په نوټس کښې راغلې وو چې پيمرا دغه بنديز د سپريم کورټ د فيصلې لاندې لګولې دې۔ د عدالت فيصله پيمرا ته د دا ډول احکاماتو جاري کولو اجازت نه ورکوي۔ د ضلعي عدالتونوججانو د سپريم کورټ او هائي کورټ ججانو نه ډیر کار کوي.
ليکلي فيصله کښې وئيلي شوي دي چې پيمرا هيڅکله د ضلعې عدالتونو ججانو باندې تنقيد باندې پابندي نه ده.