سپريم کورټ د آډيو ليکس تحقيقاتو لپاره قائم شوې کميشن نوټيفکيشن معطل کړې

سپريم کورټ د آډيو ليکس تحقيقاتو لپاره قائم شوې کميشن نوټيفکيشن معطل کړې

سپريم کورټ د آډيو ليکس تحقيقاتو لپاره قائم شوې کميشن نوټيفکيشن معطل کړې او کميشن ئې دمزيدتحقيقاتو نه منع کړېدې،عدالت د انکوائري کميشن د دوه ويشتمې مئي احکاماتو باندې حکمِ امتناع او اټارني جنرل پشمول ټول درخواستګزارانو ته ئې نوټسې هم جاري کړېدي
چيف جسټس عمر عطابنديال مشرۍ کښې د سپريم کورټ پنځه کسيزه لارجر بنچ محفوظ شوې فيصله اورولې ده
عدالت د جسټس قاضي فائز عيسیٰ مشرۍ کښې آډيو ليکس تحقيقاتو لپاره قائم شوې انکوائري کميشن خلاف دائر څلور درخواستونو باندې سماعت کړېدې
د سپريم کورټ لارجز بنچ د انکوائري کميشن نوټيفکيشن معطل کړې او کميشن ئې د مزيد تحقيقاتو نه منع کړيدې
عدالت د انکوائري کميشن دوه ويشتمې مئي احکاماتو باندې حکمِ امتناع هم جاري کړيده
پنځه کسيزه لارجز بنچ خپله تحريري حکمنامه کښې وئيلي چې د معاملې نور سماعت به په يوديرشمه مئي کيږي او دې لړ کښې اټارني جنرل او څلور درخواستزارانو ته نوټسې هم جاري شويدي