سپريم کورټ د اصغر خان کيس يوولسم فرورۍ سماعت تحريري حکم نامه جاري کړې

0
18
سپريم کورټ د اصغر خان کيس يوولسم فرورۍ سماعت تحريري حکم نامه جاري کړې

سپريم کورټ د اصغر خان کيس يوولسم فرورۍ سماعت تحريري حکم نامه جاري کړې چې پکښې دفاع وزارت ته څلورو هفتو کښې د رپورټ جمع کولو حکم شوے ، يولسم فرورۍ باندې د دې کيس سماعت سرته رسيدلے وو او نن عدالت دهغې سماعت تحريري حکمنامه جاري کړې
تحريري فيصله کښې ليکلے شوي چې دفاع وزارت وئيلي وو چې ملوث فوځي افسرانو خلاف کاروائي روانه ده او په عدالتي حکم عمل درآمد لپاره وخت پکار دے نو عدالت دې کاروائي مکمل کولو لپاره وخت راکړي
ايف ائي اے د مقدمې دوران خپل دريځ وړاندې کړے وو چې هغوي په يو بنده ګلۍ کښې داخل شوي او دې لړ کښې نوره کاروائي کول ممکن نه دي
عدالت په حکم نامه کښې ليکلي چې د ايف آئي اے او وزارت دفاع رپورټ ورستو به فيصله کولے شي ، عدالت به جاج اخلي چې آيا په عدالتي حکم څومره حده عمل درآمد شوے او غور به کولے شي چې آيا په دې کيس کښې د نور کاروائي کولو ضرورت شته او يا نه ،په يوولسمه فرورۍ د دې مقدمې سماعت د جسټس ګلزار په مشرۍ کښې درې کسيزه بنچ کړے وو