سپريم کورټ د اليکټرانک کورټ شروع کولو فيصله کړي

سپريم کورټ د نجي سکولونو فيس کښې شوي اضافه کالعدم ګرځولي

عدالتي فيصلو کښي به اوس تاخير نه کيږي،وکيلان د ويډيو لنک په ذريعه د خپل کيس دلائل ورکولے شي،سپريم کورټ د اليکټرانک کورټ سسټم شروع کولو اعلان کړے دے
عدالتي نظام کښي بهتري راوستو په غرض سپريم کورټ د اي کورټ يعني اليکټرانک کورټ سسټم شروع کولو فيصله ئي کړي
د سپريم کورټ لخوا جاري کړے شوي اعلاميي مطابق د اليکټرانک کورټ په ذريعه د ړومبۍ مقدمي سماعت به د مئي په اوويشتمه نيټه د ګل په ورځ کيږي او بيا به په ټول ملک کښي د سپريم کورټ برانچ رجسټرو کښي اليکټرانک کورټ سسټم شروع کولے شي
اعلاميه کښي وئيلے شوي چي اوس به وکيلان د ملک په هر يو کورټ کښي د ويډيو لنک په ذريعه دلائل ورکولے شي چي د وخت او وسائلو بچت به کيږي او عام اولس ته به انصاف په کم وخت کښي ترلاسه کيږي اعلاميه کښي دا هم وئيلے شوي دي چي د سپريم کورټ په کورټ روم نمبر ون کښي به ويډيو لنک سسټم لګولے شي