سپريم کورټ د بحريه ټاؤن کراچي عمل درامد کيس د مختصر سماعت وروستو څوارلسمه فروري پوري او ځنډولو

0
6

سپريم کورټ د بحريه ټاؤن کراچي عمل درامد کيس د مختصر سماعت وروستو څوارلسمه فروري پوري او ځنډولو
د جسټس عظمت سعيد شيخ په مشري کښي دري کسيزه بينج د کيس سماعت اوکړو، سماعت دوران عدالت د دريو کمپنيانو د بحريه ټاؤن پلاټونو د بکنګ تفصيلات طلب کړل او وئي وئيل چي د بحريه ټاؤن پحقله عدالتي کاروائي به د نيب په کيس هيڅ اثر نه اچوي نيب دي خپل کار جاري ساتي
جسټس عظمت سعيد ريمارکس ورکړل چي مونږ د بحريه ټاؤن ډيلران د ملزم نه بلکه د عدالت د معاون په هيڅ راغوښتي او که چري ډيلران د مجرمانو په هيڅ راتلل غواړي نو ناقابل ضمانت وارنټ به ئي جاري کړي شي
د بحريه ټاؤن وکيل علي ظفر د ناروغتيا لوجي نن سماعت کښ موجود نه وو
د بحريه ټاؤن بل وکيل عدالت ته استدعا اوکړه چي کيس دي دوه ورځو لپاره اوځنډوي
جسټس عظمت سعيد د مزاق په توګه اووئيل چي دوه ورځي پس او په څوارلسمه فروري خو ويلنټائن ورځ ده ټول په دغه ورځ سرے ټاياني واچوي او کيس ئي د څوارلسمه فروري پوري اوځنډولو