سپريم کورټ د تجاوزاتو کيس ميئراسلام آباد او د اين ايچ اے چيئرمين راتلونکي سماعت کښې طلب کړې

سپريم کورټ د سينټورس مال تجاوزاتو کيس ميئراسلام آباد او د اين ايچ اے چيئرمين راتلونکي سماعت کښې طلب کړې او د سړک نه تجاوزات لرې کولو رپورټ ئې غوښتې دي ، عدالت ووئيلي دي چې رپورټ سره دې د تجاوزاتو ختمولو تصويرونه هم ولګوي
د قائم مقام چيف جسټس ګلزاراحمد په مشرۍ کښې درې کسيزه بنچ د کيس سماعت کړې، سماعت دوران د سي ډي اے چيئرمين عدالت ته ووئيل چې د سينټورس مال نه سروس روډ واګزار کړے شويدې،
د بليو ايرياپشمول ټول اسلام آباد کښې د تجاوزاتو خلاف آپريشن روان دے او اسلام آباد به ډېر زر د تجاوزاتو نه پاک کړے شي،
عدالت اسلام آباد او غټ سړکونو نه تجاوزات ختمولو لپاره د اوچت کړے شوي ګامونو متعلق رپورټ طلب کړو او دې سره ئې د سينټورس مال نه د سروس روډ واګزار کولو رپورټ سره د تصويرونو غوښتے دے او سماعت ئې دوه هفتو لپاره وځنډوو