سپريم کورټ د حلقه اين اے يو سل يو ديرش لاهور ووټونه رى کاؤنټنګ حکم معطل کړى

0
22
سپريم کورټ د حلقه اين اے يو سل يو ديرش لاهور ووټونه رى کاؤنټنګ حکم معطل کړى

سپريم کورټ کښې نن د حلقه اين اے يو سل يو ديرش لاهور ووټونه دوباره شميرلو کيس سماعت شوے ، په دغې حلقه باندې عمران خان خواجه سعد رفيق ته د شپږ سوه اتيا ووټونو سره ماتې ورکړې ، خواجه سعد رفيق د خان صيب کاميابى به سپريم کورټ کښې چيلج کړى وه او عدالت ته ئې خواست کړے وو چې په دغه حلقه کښې ووټونه دوباره اوشميرلې شى
لاهور هائى کورټ د خواجه سعد رفيق په درخواست دغه حلقه باندې د رى کاؤنټنګ حکم ورکړې وو
تاهم کپتان د لاهور هائى کورټ فيصله سپريم کورټ کښې چيلنج کړيده ، نن د کيس سماعت په موقع سپريم کورټ د لاهور هائى کورټ حکم معطل کړو او د رى کاؤنټنګ حکم ئې اودرولو
د خواجه سعد رفيق وکيل عدالت عظمه ته وئيلى چې خان صيب خو پخپله د ټولو حلقو سپړدلو اعلان کړے وو ، چيف جسټس ثاقب نثار وئيلى چې دغه يو سياسى بيان وو ، سياسى بيانات په سياسى فورم چوتول پکار دى ، د پى ټى آئى وکيل د سپريم کورټ دغې فيصلے هرکلې کړے