سپريم کورټ د خصوصي عدالت لخوا پرويز مشرف ته اورولي شوي سزا خلاف دائر شوي اپيل واپس کړے

د سپريم کورټ رجسټرار آفس اعتراضات پر ضد د پرويز مشرف اپيل باندې سماعت شويدې

سپريم کورټ د خصوصي عدالت لخوا پرويز مشرف ته اورولي شوي سزا خلاف دائر شوي اپيل باندې اعتراض لګولي او د مشرف درخواست ئې واپس کړېدے،عدالتي اعتراض کښې وئيلي شويدي چې تر څو سزا يافته مجرم ځان قانون ته نه وي حواله کړے هغه اپيل هم نه شي کولے
پخواني صدر پرويز مشرف په سپريم کورټ کښې درخواست جمع کړي وو چې پکښې سنګين غدارۍ مقدمه کښې د خصوصي عدالت فيصله چيلنج کړي شوي وه
درخواست کښې موقف خپل شوي وو چې د مشرف ټرائل د آئين او د ضابطه فوجدارۍ خلاف ورزي ده او خصوصي عدالت د درخواست ګزار غيرموجودګۍ کښې سزا اورولي وه بايد چې سپريم کورټ دې دغه فيصله کالعدم وګرځوي
د سپريم کورټ رجسټرار په دغه درخواست اعتراض لګولے او دا ئې واپس کړيدے،ذريعوترمخه د رجسټرار دفتر په اعتراض کښې وئيلي شويدي چې سزا يافته تن په دې صورت کښې د سزا خلاف اپيل کولے شي چې هغه ځان قانون ته سپارلي وي
ذرائع زياتوي چې د مشرف وکيل د اعتراض وروستودوباره اپيل جمع کولو لپاره عدالت نه پنځلس ورځې مهلت غوښتي وو ولې رجسټرار دغه خواست هم نه دي منظور کړے