سپريم کورټ د خيبرپښتونخوا ټولو سرکارى هسپتالونو تفصيلى رپورټ غوښتې

سپريم کورټ د خيبرپښتونخوا ستر سيکتر نه د صوبې ټولو سرکارى هسپتالونو حالاتو په اړه تفصيلى رپورټ غوښتې ، د مقدمې اورېدنې پرمهال چيف جسټس خپل ريمارکس کښې وئيلي چې د صوبې هسپتالونو کښې آسانتياګانې نشته خو د رنګ او روغن نه داسې ښکاري چې ډير زر به دا هسپتالونه فائيو سټار هوټلې جوړې شي

سپريم کورټ کښې دا معامله د چيف جسټس ګلزار احمد په مشرۍ کښې بينچ د اقليتونو د عبادت ځايونو په اړه د کيس اورېدنې پرمهال مخې ته راغلې ، د مقدمې اورېدنې پرمهال خيبر پښتونخوا ستر سيکتر،دمتروکه وقف املاک چيئرمين او نور چارواکي عدالت ته وړاندې شول پر دې موقع د پاکستان هندو کونسل چيئرمين او ايم اين اے رميش کمار عدالت ته اوئيل چې کراچۍ کښې دهرم شالا په زمکه کمرشل ودانئۍ جوړيږي عدالت ايف آئي اے ته کراچۍ کښې د دهرم شالا زمکه باندې د قبضې او شواهد پيش کولو امر کړې او وئيلي دي چې ايف آئي اے دې پلټنې اوکړي خو د خلکو بے ځايه تنګولو نه دې ډډۀ اوکړې شي پر دې موقع رميش کمار اووئيل چې د خيبر پښتونخوا هسپتالونو کښې اقليتونو لپاره د آسانتيګانو نشتوالي ګيله اوکړۀ چې پرې چيف جسټس د خيبرپښتونخوا چيف سيکتر ته هدايت کړې چې د ټولو سرکاري هپستالونو دورې دې اوکړې او په دې اړۀ دې عدالت کښې رپورټ جمع کړې شي