سپريم کورټ د سکندر سلطان راجه تعيناتۍ خلاف اپيل مسترد کړو

چيف اليکشن کمشنر تعيناتۍ کيس،سپريم کورټ د سکندر سلطان راجه تعيناتۍ خلاف اپيل مسترد کړو،عدالت د تعيناتۍ په ضد درخواست باندې د رجسټرار آفس اعتراضات په ځائے ساتلي دي

د قائمقام چيف جسټس عمر عطا بيديال په مشرۍ کښي دوه کسيزه بنچ د چيف اليکشن کمشنر تعيناتۍ خلاف درخواست باندې سماعت کړېدې،عدالت درخواست باندې د رجسټرار آفس اعتراضات برقرار ساتلې دي او اپيل ئې خارج کړې دې،جسټس عمر عطا بنديال درخواستګزار وکيل عظيم آفريدي مخاطب کړې دې،وئيلي دي ستا موقف دې چې ريټائرډ بيورکريټ چيف اليکشن کمشنر نه شي جوړيدې،ته دا هم دريځ خپل کړې دې چې تعيناتۍ په حواله چيف جسټس سره مشوره پکار ده،آيا ته د چيئرمين نيب تعيناتۍ فيصله نه ده لوستې،چيئرمين نيب او چيف اليکشن کمشنر جوډيشل افسران نه وي جسټس عمر عطا بنديال ريمارکس ورکړي چي درخواست کښي آئيني تراميم هم چيلنج شوي دي،آئين ترمخه آئيني تراميم په عدالت کښي نه شي چيلنج کيدې